د خوست ولایت امنیه قوامندانۍ خبر ورکړی، چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت اړوند د کشف امریت منسوبینو د خوست ښار بهرام بلندمنزل ته څېرمه یو کس د شاوخوا ۴۶۰ زره کلدارو او ۶۳ زره افغانیو دغلا په تور نیولی دی.
د خوست د امنیې قومندانۍ په وینا، نیول شوی کس په یاده سیمه کې یو کور ته ور اوښتی و او یاد شمېر نغدې روپۍ څلور مبایلونه او نور اجناس یې غلا کړي و، چې په ښار کې د نصب شویو امنیتي کمرو پواسطه کشف او د یو لړ ځانګړو اجراءاتو په پایله کې ونېول شو.