د خوست ولایت اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مديريت په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۲ ولسواليو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر دولتي وسلې او مهمات چې په غیر قانوني ډول ساتل کېدل کشف او ترلاسه کړي دي.

د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، په یادو ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۱۵ ميله دولتي کلاشینکوفونه، ۲ ميله راکټ، ۲ ميله پيکا، ۲ ميله اېم شانزده، ۵ ميله توپنګچې، ۱۴ دانې لاسي بمونه، سلګونه فیره د هاوان، پيکا، کلاشینکوف مرمۍ او یو شمېر نور نظامي وسایل او مهمات شامل دي.

د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر زیاته کړې ده چې، د یادو نظامي مهماتو په تړاو ۳۴ کسان هم نیول شوي او له خپلو دوسیو سره یو ځای عدلي او قضایي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version