د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې، مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه په تابعیت تذکرو کې د اصلاحي خدمتونو ځیني اړین صلاحیتونه د دغې ادارې ولایتي ریاستونو ته ورکړل شوي دي.
په دغو صلاحیتونو کې په عین شهرت له یوې د زیاتو تذکرو د لغوه کولو، د عمر اصلاح، د نوم بدلون، د املايي تېروتنو اصلاح، د تخلص درج، حذف یا اصلاح، د مختاړي او وروستاړي اضافه کولو یا لرې کولو او ځینې نور اړوند صلاحیتونه شامل دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې څخه د خپرو شویو معلوماتو لهمخې یاده پرېکړه نن پنجشنبه له ولایتونو ریاستونو سره په یوه انلاین غونډه کې شوې ده.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس په دې غونډه کې ویلي، چې ولایتي ریاستونو ته د صلاحیتونو له ورکړې یې موخه دا ده چې د هېوادوالو ستونزې حل او د هغوی د سرګردانۍ او وخت ضایع کېدو مخه ونیول شي. ښاغلي حاجي ادریس ولایتي رییسانو ته په خطاب کې ویلي «چې ټولې چارې په بشپړې روڼتیا، صداقت او خپلواک ډول ترسره کړئ.»
د یادونې وړ ده چې دا اقدام به د هېوادوالو د بې ځایه لګښتونو مخنیوی وکړي او په یاده برخه کې به شته ګڼ شمېر ستونزې حل شي.