د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د زمبر بند د د جيوتخنيک او جيوفزيک مطالعاتو پروژه پرانیستې.
ښاغلي منصور په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال دا بند د اوبو د مدیریت، د موسمي سیلابونو د کنټرول او د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په برخه کې مهم یاد کړی دی.
د یاد وزارت د خبر له مخې، د یاد بند لګښت د امکان سنجۍ د مطالعاتو پر بنسټ ۵۹۱.۷ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى.
د یادونې ده، چې دغه بند د ۳۲ متره لوړوالي په درلودلو سره د ۱.۰۸ ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري او کابو ۴ زره هکتاره کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي.