د خوست د ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د خوست ښاروال مولوي بسم الله بلال ویلي چې په دغو پروژو کې د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سرګردان چوک شمال او جنوب خواته د ۶۶۰ مترو په اوږدوالي د سړکونو، د ۱۳۲۰ مترو په اوږدوالي د ویالې او په دویمه ناحیه کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶۵ مترو په اوږدوالي د سړک او د ۵۳۰ مترو په اوږدوالي د ویالې جوړول شامل دي، چې نن یې چارې رسما د ښاروالۍ له خوا پیل شوې.

هغه زیاته کړې چې ښاروالۍ سږکال په دغه ولایت کې د ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۲ پروژې پلي کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version