د خوست امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د امنیه قومندانۍ اړوند د ترورېزم سره د مبارزې مسوولینو د دغه ولایت په گربزو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د یو کشفي راپور پر بنسټ، یوه اندازه دولتي وسلې او مهمات کشف او د یو لړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي.

د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو عملیاتو پر مهال په گربزو ولسوالۍ کې یو میل پېکا، یو کلاشینکوف، یو تومانچه، یو اندازه نارنجک مرمۍ او نور مهمات نیول شوي دي.

همدارنگه په ځاځي میدان ولسوالۍ کې بیا یو ضرب راکټ، یو میل کلاشینکوف، یو اندازه د راکټ مرمۍ او د کلاشینکوف شاجورې تر لاسه شوي دي.: «نیول شوي مهمات د ساتنې او تثبیت په موخه اړوند ادارې ته سپارل شوي دي.»

له ډیورنډ فرضي کرښې سره په نږدې سیمو کې وخت نا وخت د وسلو د نیول کېدو، قاچاق د مخنیوي او نورو په اړه راپورونه ورکول کېږي؛ خو تر دې مهاله د یادو وسلو د ساتنې، قاچاق او پلور په اړه څه علني محاکمه شوي نه دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version