د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په روان کال کې د ایران په زندانونو کې د ۲۰ افغانانو په گډون ۳۰۰ تنه اعدام شوي دي.

یاد سازمان ویلي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۲۰ افغانانو په گډون ۳۰۰ تنه اعدام شوي دي، چې له دې ډلې ۱۷۲ تنه د نشه‌يي توکو په اړوند جرمونو تورن او نیول شوي وو.

د ایران د بشري حقونو د سازمان په خبره، په اعدام شوو کې ۱۵ ښځې هم وې. ۴۲ بلوڅان او ۲۰ کردان هم اعدام شوي دي.

یاد سازمان ویلي، د پرو سږکال په پرتله سږ کال د اعدام په پېښو کې ۳۰سلنه کموالی راغلی، چې لوی لاملونه یې د ایران پارلماني ټاکنې، د ولسمشرۍ دوې دورې ټاکنې او د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د مرگ پېښې وې.

د ایران د بشري حقونو سازمان مرکز په ناروې کې دی. یاد سازمان ویلي، اوس‌مهال په ایران کې ۸ زره افغانان بندیان دي، چې ډېری یې د نشه‌يي توکو د جرمونو په تړاو نیول شوي دي؛ خو معلومه نه ده چې څومره افغان بندیان په اعدام محکوم شوي دي.

ایران په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې ډېر اعدامونه پکې کېږي. په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له لوري د افغان کډوالو ځورول، نیول، سپکاوی کول او شکنجه هم هم ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version