یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا اړوند ټانګ ولسوالۍ “ګل امام” سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په یوه مرکز وسله والو برید شوی دی.

د رسنیو د لومړنیو معلومات پر اساس ویل شوي، چې د برید وروسته وسله والو یو تن سرحدي پولیس له ځان سره ژوندی وړی دی، خو دا چې په دغه برید کې څومره زیان اوښتی، په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

راپورونه ښیي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا څلورم سرحدي پولیس دی، چې د وسله والو لخوا په خیبر پښتونخوا کې تښتول کېږي.

دا چې دغه برید چا کړی، په اړه یې تر دې دمه پاکستاني چارواکو څه نه دي ويلي، خو په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو تحریک زیات فعال دی.

یاده دې وي، چې تېره ورځ نا وخته د خیبرپښتونخوا اړوند جنوبي وزیرستان کې وسله والو سره په مخامخ جګړه کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوې وو.

بل لور ته رسنۍ وایي، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي اړوند د “اسلامي لښکر” څانګې په خیبرپښتونخوا کې دوه تنه پاکستاني پوځیانو ته د جاسوسۍ په تور وژلې دي.

یادې ډلې ویلي، چې دغو دوه تنو څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو ته د پاکستاني طالبانو د یوه قومندان موقعیت ښودلی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version