یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان د سنا مجلس د پخواني غړي هدایت الله خان په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، دا چاودنه تېره ورځ هغه مهال وشوه، چې هدایت‌الله خان د باجوړ ډمه ډولې سیمې ته په موټر کې روان وو.

هدایت‌الله خان د خېبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌ الله خان ورور و، چې د ۲۰۱۲ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۲۴ زېږدیز کال پورې د پاکستان د سنا مجلس غړی و.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی او د پاکستان د طالبانو تحریک ډلې هم په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د فرضي کرښې ور اخوا خیبرپښتونخوا نږدې هره ورځ چاودنو، جګړو او هدفي وژنو شاهده وي؛ دلته تر نورو ډلو د ټي ټي پي وسله واله ډله ډېره فعاله ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version