ليکوال: عبدالله زاهد

په سيمه کې د داعش خراسان روزنه پاکستاني استخباراتي ډلې آی ايس آی او GHQ راولپنډي کوي دغو استخباراتي ډلو د داعش خراسان له لوړ پوړو سره تړون کړی چې د «ډبوري تړون» په نامه يادېږي. ( ډبوري د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ په ډيويژن د اورکزو ولسوالي کې هغه ځای دی چې د داعش ډېری لوړ پوړي مشران پکښي اوسېږي.) پاکستان او د داعش مشران په پوره اخلاص سره دغه تړون تعقيبوي؛ د دې تړون په اساس داعش پاکستان کې د اوسېدو سره بيا هم هيڅکله پاکستان کې خپله څانګه نه ده اعلان کړې او نه يې هم د پاکستان پر پوځ او استخباراتو بريد کړی؛ يو څو برېدونه چې د داعش خراسان له خوا تر سره سوي زياتره يې په غير پوځي اهدافو تر سره سوي چې دا د داعش او د پاکستان د وفادارۍ ثبوت دی.
د داعش د شتون سره پاکستان کې پر داعش هيڅکله استخباراتي يا پوځ عمليات نه دي کړي ځکه دوی يو و بل ته احترام او درناوی لري، د پاکستان استخباراتي ادارې کوښښ کوي چې داعش د طالبانو مخالف وروزي، و يې جنګوي او سيمه کې پرې امنيت خراب کړي.
له کله نه چې طالبان واک ته رسېدلي نو داعش ډېر کمزوري سوي، افغانستان کې د پټېدو ځای يې نه دی موندلی؛ له همدې امله يې اکثره پاکستان ته تښتېدلي له کوم ځايه چې دوی جوړ سوي او پر افغانستان يې د فشار په توګه استعمالوي.

د سنډې ګارډين ويبسايټ کې هغه اسناد خپاره سوي چې پکښي داعش خراسان د پاکستان د پوځ او آی ايس آی مېلمانه بلل سوي.

په لاندي لينک کې يې کتلای سئ
https://sundayguardianlive.com/top-five/pak-armys-iqbal-jadoon-rao-imran-khalil-taj-keyani-protecting-isis-radicals

بل طرف شمالي ټلواله ده چې د تاجکستان، ازبکستان، ايران او نورو استخباراتي کړيو سره روابط لري ځکه اکثريت د شمالي ټلوالې هغه د تير حکومت خلک دي چې د نړۍ د استخباراتو سره يې کار کړی چې اوس هم همدا شمالي ټلواله او هم داعش دلته افغانستان کې ځپل سوي او د پټېدو ځای نه لري، داعش خو پاکستان ته ولاړه؛ شمالي ټلواله يا خو ځينو همسايه ملکونو او مشران يې فرانس او نورو غربي ملکونو ته ولاړه، د دوی د دغه ضعف او د بيا راپورته کېدو لپاره پاکستان د امريکا او متحدينو په خوښه يې يو نوی پلان په کار اچولی، په پاکستان کې ليدنې داعش او شمالي ټلوالې ته برابرې سوي او شمالي ټلوالې و داعش ځيني توافقاتو ته هم سره رسېدلي چې يو له بل سره به مالي او تسليحاتي مرستې کوي.
دا په دې معنا چې اوس داعش د ټلوالې په ډله ننوتلي او د دوی دوو هدف که څه هم تر يو ځايه سره يو دی خو ملاتړو کې يې فرق راځي. دا چې د دوی د اوس لپاره يو دښمن طالب دی او په دې اساس سره يو شوي خو د دوی دا پلان به ډيرې بدې پايلې سيمه کې ولري.
و هندوکش ته داسي معلومات په لاس ورغلي چې ۲۰۲۲ کال اسلام اباد او پېښور کې د شمالي ټلوالې مهم غړې حضرت علي او زوی يې د شمالي ټلوالې او داعش تر منځ دوه اړخيزه همکاريو په تنظيم بوخت دي.
دغه ناستې د ملک زرين او حاجي حيات الله په منځګړيتوب ترسره سوي، ايوب زرين د محمد زرين زوی چې د شمالي ټلوالې له خوا د کنړ والی هم اعلان سوی وو د کراچي او اسلام اباد سفرونه کوي او د داعش د لوړ پوړو چارواکو سره يې په همدې موخه ليدنې ترسره کړي.
د دې ناستو په دوام کې په اسلام اباد کې يوه بله غونډه د پخواني نظاميانو، شمالي ټلوالې او داعش تر منځ وسوې، دې غونډه کې دې تفاهم ته رسېدلي وه چې د طالبانو ضد به افغانستان کې ځيني بريدونه کېږي او پړه به يې داعش پر غاړه اخلي.
په ۲۰۲۳ کال اسلام اباد کې يوه بله غونډه هم د مشرقي زون د شمالي ټلوالې او داعشي نظاميانو تر منځ وسوه چې د حضرت علي نماينده کريم شاړي هم پکښي ګډون کړی وو.
د شمالي ټلوالې اړيکې د ايران، تاجکستان او نورو هغو ملکونو سره هم سته چې سيمه کې د امريکا او پاکستان حريفان دي؛ دا چې اوس داعش د ټلوالې په ډله کې نفوذ کول غواړي په دې ډول سره به تاجکستان، ازبکستان، ايران او نور د منځنۍ ختيځ ملکونو ته داعش لاسرسی پيدا کړي او د ټلوالې په ډله کې به د هغو داعشيانو مالي او تسليحاتي مرسته کوي. شايد ډېر ژر دغو ملکونو کې د داعش ډله پر زياتېدو او راپورته کېدو سي ولي چې لاره شمالي ټلوالې ورته جوړه کړه او د منځنۍ ختيځ ملکونه او د شمالي ټلوالې سره مرسته کوونکي بيا د داعش د تمويلوونکو سر سخت حريفان دي او دغه ملکونو ته د لاسرسي په پار داعش بلها کوښښونه کړي چې اوس ورته شمالي ټلوالې خبره آسانه کړه.
ياد ساتئ چې داعش د مذهبي جګړې يو اړخ دی مسلمانانو کې چې له شيعه وو وژلو ته زيات لېواله دي او کوښښ يې هم همدا دی چې تر ايرانه ځان و رسوي او بل طرف سعودي عربستان دی چې د داعش تمويل په همدې غرض کوي چې ايران او شيعه ته خنډ جوړ سي. ځکه ايران و سعودي عربستان مخالفت او يمن کې جګړې او زړه دښمني پالي نو که د داعش د نفوذ په شمالي ټلواله کې مخنيوی و نه سي نو ايران، تاجکستان او منځنۍ آسيا ته به ډېر خطر مواجه سي.
په دې ډول سره به د امريکا حريف روسيه او نورو ملکونو ته د شمالي ټلوالې په توسط داعش رسېږي، امريکا به خپلو حريفانو ته د داعش په ذريعه سر درد جوړوي.
د منځني ختيځ ملکونو ته په کار ده چې د داعش او د شمالي ټلوالې د دغه نوي توافقاتو باره کې اقدام وکړي، ځکه دوی په ټلواله کې نفوذ لري، مرسته يې په يو ډول نه يو ډول کوي او شمالي ټلواله داسي حالت ته رسېدلې چې اوس ځګ ته لاس اچوي چې د دوی دغه نوې لوبه به د منځنۍ آسيا ملکونو ته ډېره ګرانه تمامه سي ځکه د خپل نفوذ او فشار څخه په کار اخيستلو بايد شمالي ټلواله له دې کاره منعه کړي، که شمالي ټلواله له دې کاره لاس نه اخلي نو بيا بايد د شمالي ټلوالې سره ډېر هوښيار و اوسي چې د دوی په جامه کې يې داعش و ملکونو ته داخل نه سي، يا هم د دوی ملکونو ته د داعش لپاره مالي او تسليحاتي مرستې ونه رسوي ځکه دوه ملګري بيا هر ځای کې سره ملګري او يو له بل سره مرسته کوي نو مخکې تر دې چې اوبه تر ورخ واوړي بايد شمالي ټلواله منعه کړي له دې کاره.
دوی که اوس پر يوه دسترخوان سره کښېني خو اصل کې دوی به لکه د لېوانو خپلو کې هم سره خوري ځکه د شمالي ټلوالې تګلاره ډيموکراسي، آزادي او وطن پرستي ده اما د داعش تګلاره سخت دريځي، تکفيري ټاپې او هر مسلمان بغير له دوی ورته مشرک ښکاري؛ ځکه د دوی دغه انډيوالي نه يواځې خپله دوی ته بلکې سيمې ته پوره خطر دی.
د سيمې ملکونه او استخبارات يې بايد دغه بخش کې اقدام وکړي.
په پاکستان کې نه يواځې دا چې داعش خراسان او شمالي ټلوالې روزنه کېږي بلکې ډيرې نورې ډلې هم پکښي شتون لري چې پر وخت ترې کار اخلي او په دې ټوله نړۍ او د نړۍ استخبارات هم ښه خبر دي.
ځيني ډلې پاکستان کې:

لشکر طيبه: چې کشمير کې جنګېږي او پاکستان پرې خپلې ګټې خوندي کړي.

جيش محمد: دغه ډله هم کشمير کې جنګېږي او هدف يې د کشمير له هندوستان څخه جلا کول او په پاکستان ګډول دي.

سپای صحابه: (SI)چې پاکستان کې مېشت دي، دغه ډله شيعه مذهب والا نه پرېږدي او وايي شيعه کافر جو نه مانې وو بهي کافر يعني د دغې ډلې د شعار په اساس چې شيعه کافر دی چې نه يې مني هغه هم کافر دی، يو ډېره سخت دريځه خو آی ايس آی ته ډېره خادمه ډله ده چې د ملت اسلاميه په نوم هم شهرت لري. (MS)

جيش العدل: اکثريت يې بلوڅان دي چې ايران کې د ايران د حکومت سره جنګېږي او مېشت پاکستان کې دي.

البدر مجاهدين: د آی ايس آی په ذريعه جوړ سوی ګروپ چې کشمير کې د انډيا خلاف جنګېږي.

حرکت المجاهدين: دغه ډله خاص کشمير کې د انډيا مخالف جنګېږي.

لښکر عمر: دا ډله له حرکت المجاهدين، لشکر جنګوي او جيش محمد له ډلې څخه جوړه سوې چې د وخت مطابق يې پاکستان لوبوي.

داعش خراسان، شمالي ټلواله او نورې ډلې هم پاکستان کې سته چې په سيمه کې وخت پر وخت ترې کار اخلي او سيمه کې که د نړيوالو قوتونو چيري استخبارات يا پوځ ته ضرورت سي نو آی ايس آی او پوځ يې خدمت کې ولاړ وي، که کومه سيمه يا کوم ملک نا امنه کول کوم قدرت وغواړي نو دغسي ډلې پاکستان ورته لري او پر سر يې پيسې اخلي لکه داعش او شمالي ټلواله د افغانستان مقابل استعمالول.
او که سيمه کې د کوم قدرت ضرورت و خاورې ته سي تر څو د ده له خاورې حمله وکړي نو هم يې پاکستان خدمت کې وي.
ځکه سيمه کې ټول ملکونه ترې په تکليف دي؛ او بايد د پاکستان د دغو کړنو مخنيوی وسي که نه په سيمه کې به همېش حالت خراب او مسلمانان يو و بل سره په يوه و بل نامه وژني.

۱ څرگندون

  1. داعش د سی ای ایې جوړه شوی ډله ده چی د اسلامی ملکونو له هغه کسانو تشکل شوی چی ټول غله چپاولګر او د اسلام دشمنان دې چی هیڅ عمل یې د اسلام دین ته ورته نه ده چې لومړې عراق او بیا سوریه کښې د امریکا په واسطه بغاوتونه وکړه او اسلامی نظامونه یز ړنګ و عام قتلونه یې وکړل
    او اوس د داعش خراسان په نوم د پاکستان د استخباراتو له خوا او د امریکا په مالی او نظامی مرسته تمویل کیږې چې د منځنی اسیا او افغانستان امنیت ګډوډ کړې چی اوس اکثره هغه تشتیدلی د شمالی ټلوالې لنډغر د مسعود د ورونو او زوی په واسطه تمویل کیږې او افغانستان کښې کله نا کله بمی چاودنی کوې څرنګه چې په ۲۰۲۲ کال کښې د مسعود ډلی د ضیاې کور زوی په پاریس کښې غونډه جوړه کړې وه او په عام محضر کښې وویل چی مونږ او داعش دواړه ورونه یو داعش هم د افغانستان او حکومت دشمن ده او مونږ هم د هغوې دشمن یو نو باید یو بل سره مرسته وکړو نو اوس باید د افغانستان ملت په دی پوه شې چې شمالی ټلواله د داعش یوه څانګه ده او دواړه یوبل سره مرسته کوې تر څو د افغانستان د خلکو ارامه ژوند نارامه کړې

ځواب پریږدئ

Exit mobile version