د امریکا ټینیسي ایالت کې د تېرې (جمعې) ورځې د د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه ورک شوي دي.
ځایي امنیتي چارواکو ویلي، ممکن دغه کسان وژل شوي وي.
د راپورونو له مخې چاودنه د مهماتو جوړولو په یوه فابریکه کې رامنځته شوې او له امله یې د فابریکې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده.
د پېښې لامل تر اوسه نهدی معلوم، خو په اړه یې د پلټنو د پیل خبر ورکړل شوی دی.
