Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»درې کلن سخت او ستړی مزل
    لیکني

    درې کلن سخت او ستړی مزل

    صابر افغانصابر افغان20 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحیدالدین حیدر

    د ا.ا.ا د راتګ له ورځې وروسته د دوام او تغیر د پالیسۍ په بنیاد د وطن ابادۍ ته ملا وتړله، دغه مرحله د افغان د عمراني چارو د تشدید مرحله هم بللی شو.

    د افغانستان اسلامي امارت په نظامي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې عملیاتي فازونه او برخې راټینګې کړې، په نظامي برخه کې یې امنیتي تشکیلات پراخ کړل، امنیتي پوستې، حوزې او چکپواینټونه یې زیات کړل، نظامي عملیات یې په لار واچول، بغاوتګر او خارجي دسیسي یې مهار کړې، نظامي تشکیلات یې منظم کړل، خیالي بستونه یې ختم کړل د تشکیلاتو تورم او پړسوب یې ورغاوه.

    په سیاسي برخه کې یې خپلې سیاسي حلقې جوړې کړې، د افغانستان سیاست یې دریو مهمو حلقو یعنې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره تعریف او ترسیم کړ، ترڅو د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د افغانستان کورني او بیروني سیاست ته مسیر ورکړي.

    د دې سربېره یې سیاسي کمیسون هم ایجاد کړی چې ګڼ سیاسي او کادري خلک یې وطن ته راوستل.

    په اقتصادي فاز کې یې اقتصادي کمیسون ایجاد کړ، د افغانستان د لسګونو بندونو فازونه زیات شول، که د کوم بند ظرفیت ټیټ و د هغه ظرفیت لوړ شو، که د کوم بند کارونه نیمکله پاتې و هغه کارونه یې بشپړ شول، لسګونه زره هکتاره ځمکه له للمي آبي شوه، لسګونه کانالونه وکیندل شول، په جریبونو هکتاره سوزنده دښتې تر اوبو لاندې شوې، بیدیاوې او صحراګانې را زرغونې شوې، باغونه او زراعتي ځمکې پکې تطبیق شوې.

    فضايي کورېډورونه وساتل شول، د بندرونو سوداګریز ارزښت لاپسې لوړ شو، د ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره د ترانزیټ چارې پارچاو نشوې، نوي سوداګریز بازارونه ایجاد شول د افغانستان تاجکستان، د افغانستان ترکمنستان او افغانستان ایران ګډ سوداګریز بازارونو کې د یادو هېوادونو توکي د پلور لپاره عرضه شول.

    د ایران سره یو ډېر لوی او عمده تړون د درملو، کرهڼې او باغدارۍ په برخه کې امضا شو چې نږدې راتلونکي کې د افغانستان بنسټیزې ستونزې ورسره حلیږي.

    همدا ډول د اوبو د مدیریت او د کرهنې د ځمکو پراخولو په برخه کې کم ساری کار وشو، د قوشتیپې له کاناله یې واخله په مختلفو ولایتونو کې د چکډیمونو تر جوړولو او د فرعي کانالونو تر کیندلو پورې موثر او اغیزمن اقدامات وو او په ترڅ کې یې لکونه جریبه للمې ځمکه تر اوبو لاندې شوه او تر دې وروسته په ځمکو بدلې شوې او د کال دوه یا درې فصله پېداوار به ځنې ترلاسه کیږي.

    د لویو لارو پر ترمیم او پراخولو په سرعت کار روان دی. د کندهار لویه لار د سالنګ سړک، د کابل تورخم لار باندې تازه د کار بهیر پیل شو.

    په لرې پرتو غرنیو سیمو کې سړکونه وکیندل شول او درجات یې له ښارونو سره وصل کړل، یوه دره یې بلې سره وصل کړه په هغو لارو به چې په څارویو اکمالات کېدل اوس د هر کور تر دروازې موټر ورځي او هغه خلک خپل تولیدات په اسانۍ بازارونو ته رسوي.

    زموږ درې کلن مزل بې دمې و او افغانستان به له بیرونۍ تکیې راوځي، موږ هر څه درلودل مګر راسخې ارادې په چا کې نه وې اوس هم هرڅه لرو د خپل د وطن د ابادۍ او د احتیاج څخه د راوتلو تکل، اراده او فولادي هوډ لرو.

    موږ د قوي ایمان په ډاډ په خدای توکل کړی د وطن خپلواکۍ مو تضمین شوه اوس نو وار را رسیدلی ترڅو ګټلی وطن او ګټلې خپلواکۍ وساتو.

    دا رسالت نهایت سخت دی مګر ناممکن نه دی.وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ.

    مخکینۍ مقالهژورنالېزم د سیاست په لومو کې
    راتلونکي مقاله د اېران د رئیس جمهور مړينه

    مربوطه لیکنې

    پاکستان او د جبهو د استخدام ناکامه لوبه

    16 جون 2026

    له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    15 جون 2026

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 جون 2026

    دفاعي ځواکونو د اهل تشیع د مذهبي مراسمو په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي

    ‏د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویاند، راشد جان هندوکش‌غږ ته ویلي، د یادې قول اردو…

    د جمهوريت پر مهال د دفاع وزارت مرستيال، تميم عاصي: لږ پاتې چې، سرور دانش ووايي عاصم منيره! زه دې نوکر يم په ما د لطف لږ نظر واچوه

    16 جون 2026

    د وحدت ګوند مشر، محمد محقق: د ورور او دوست هېواد پاکستان له مشرانو په تېره بيا د جناب مارشال عاصم منير نه مننه کوم، چې د امريکا او ايران د جګړې پای ته رسولو زمينه یې برابره کړه

    16 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دفاعي ځواکونو د اهل تشیع د مذهبي مراسمو په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي

    16 جون 2026

    د جمهوريت پر مهال د دفاع وزارت مرستيال، تميم عاصي: لږ پاتې چې، سرور دانش ووايي عاصم منيره! زه دې نوکر يم په ما د لطف لږ نظر واچوه

    16 جون 2026

    د وحدت ګوند مشر، محمد محقق: د ورور او دوست هېواد پاکستان له مشرانو په تېره بيا د جناب مارشال عاصم منير نه مننه کوم، چې د امريکا او ايران د جګړې پای ته رسولو زمينه یې برابره کړه

    16 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،106 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.