د ۳۱۳ مرکزي قول اردو وایي، د پنځمې پلې لواء ځواکونو یې د کابل-کندهار پر لویه لار د واورې اورښت او طوفان له امله له تېرې شپې راهیسې بند پاتې هېوادوال وژغورل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دفاعي ځواکونو د ژغورنې دغه عملیات د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند سالارو او عزیز کلا سیمه کې ترسره کړي.

دفاعي ځواکونو پر دې سربېره، د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ لاره هم بېرته پرانیستې ده.

۳۱۳ مرکزي قول اردو ډاډ ورکړی، چې د ملي اسلامي اردو ژمن ځواکونه په هر ډول شرایطو کې شپه او ورځ د هېوادوالو تر څنګ ولاړ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version