د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د يادې قول اردو د درېيمې پلې لوا پوځي منسوبينو نن ورځ د کابل-جلال آباد لویه لار چې د سروبي بازار په سیمه کې د غر ښويېدنې له امله بنده وه، خلاصه کړې.

سرچينې زياته کړې، چې د لارې بندېدو پېښې له خبرېدو سره سم د یادې لوا د انجینري ټیم، یوە عرادە لوډر او نورو نقلیه وسایطو سرە یو ځای سیمې ته رسېدلی او پر وخت د لارې د خلاصون اقدام کړی ده.

د معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې چاته مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version