د ۲۱۵ عزم قول اردو وایي، د یادې قول اردو ځواکونو د هلمند-کندهار پر عمومي سړک سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل او خوندي ځایونو ته یې انتقال کړل.
سرچینه زیاتوي، چې دفاعي ځواکونه له هېواد د دفاع تر څنګ د «الهي پېښو» پر مهال هم د هېوادوالو خدمت ته چمتو دی او په هر ډول شرایطو کې د خلکو مرستې ته ځانونه رسوي.
#هندوکشغږ
