د ملي دفاع وزارت وایي، د اسلامي امارت ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د تېرو دوو ورځو په جریان کې پر پاکستاني پوځي رژیم پراخ انتقامي او تهاجمي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د دښمن ګڼ شمېر مهمې پوستې او نظامي اهداف په نښه شوي دي.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ۲۷ پوستې نیول شوې، ۱۱۰ تنه عسکر هلاک شوي او ۶۸ نور عسکر مرګوني ټپیان شوي دي. سرچینه زیاتوي چې افغان ځواکونو د ځمکنیو بریدونو ترڅنګ د ډرون الوتکو له لارې هم د پاکستان په داخل کې مهم نظامي مراکز او تاسیسات په نښه کړي دي.
د وزارت په وینا، د ډرون دغو دقیقو بریدونو کې د پاکستاني پوځي رژیم لسګونه تنه نور نظامیان هم هلاک او ټپیان شوي او د دښمن پر نظامي وړتیاوو یې سخت اغېز کړی دی.
دفاع وزارت ټینګار کوي چې دغه عملیات د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او افغان ځواکونه چمتو دي چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د ساتنې لپاره ورته عملیاتو ته دوام ورکړي.
