د دفاع وزارت ویلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد، بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د شهید مولوي محمد امین له دارالعلوم څخه لیدنه کړې ده.
په دې سفر کې د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، قاري محمد فصیحالدین فطرت، هم د نوموړي ملتیا کوله.
د لیدنې پر مهال د ملي دفاع وزیر د یاد دارالعلوم له مسؤلینو، استادانو او زدهکوونکو سره کتلي، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې
اورېدلي او د دیني زدهکړو د پیاوړتیا، د علمي کچې د لوړولو او اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار کړی.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د ټولنې په فکري او اخلاقي روزنه کې د علماوو او دیني مدرسو رول مهم بللی او ډاډ یې ورکړی، چې افغان حکومت به د دیني مدرسو د ملاتړ او پراختیا لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.


