‏په دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست محمد سهیل شاهین د قطر د سوداګرۍ او صنایعو خونې له عمومي مشر علي بوشرباک المنصوري سره کتلي.

په قطر کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو سربېره د سوداګریزو نندارتونونو په جوړولو، د افغان او قطري سوداګرو تر منځ د ګډو ناستو په زمینه سازۍ خبرې شوي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو په افغانستان کې پر پانګونې او د سوداګرو پر تګ راتګ ټینګار هم کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version