د بنګله دېش يوې محکمې د دغه هېواد جماعت اسلامي ګوند مشر، اظهر الاسلام ته د جګړه ييزو جرمونو په تور ورکړل شوې د مرګ سزا لغوه کړې او د هغه سمدستي خوشې کولو حکم يې کړی دی.
د راپورونو لهمخې، نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د ۱۹۷۱م کال د جګړې پر مهال د بشريت ضد جرمونو له امله محکوم شوی و.
د يادونې ده چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې، د جګړه ييزو جرمونو محکمې د بنګلهدېش د اپوزیسیون ګوند زیات غړي، په ځانګړي ډول د جماعت اسلامي کسان محکوم کړي، چې ناقدين يې سياسي انګېزه بولي.