د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د ډوبې شوې کښتۍ نه تر اوسه لس تنه ژوندي ژغورل شوي دي.


د مومندرې ولسوالۍ ولسوال محمد اجمل شگیوال وايي، د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د نهو تنو جسدونه راویستل شوي دي، د اوو تنو د جسدونو د پیدا کېدو هڅې روانې دي او لس تنه ژوندي ژغورل شوي دي.


د ننگرهار د عامې روغتیا ریاست د بېړنیو پېښو ته د رسېدنې ډله وايي، په کښتۍ کې ټول ۲۵ تنه سپاره وو، چې د یو نارینه، یوې مېرمنې، دوه هلکانو او یوې نجلۍ جسدونه پیدا شوي دي.


یادې ډلې ویلي، د ژوندي ژغورل شوو کسانو درملنه روانه ده او د پاتې کسانو د جسدونو د پیدا کېدو هڅې روانې دي.


د ننگرهار مومندرې ولسوالۍ باسول سيمه کې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په سيند کې د يوې جنراتوري کښتۍ د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په گډون ۲۵ تنه سپاره وو، چې کښتۍ ډوبه شوه.


تر دې مهاله د ځینو شهیدانو جسدونه پیدا شوي او د پاتې کسانو د جسدونو د پیدا کېدو هڅې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version