پاکستاني طالبانو تېره شپه د خیبر پښتونخوا په دیر ولسوالۍ کې چترال ته پر غځېدلي سړک د دغه هېواد د پولیسو پر کاروان برید کړی او درنه مرګژوبله یې وراړولې ده.
ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې په دې برید کې د نصر اللہ، اکبر حسین او اسماعیل په نومونو درې پولیس ځای پر ځای وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې په سیمه کې د پولیسو یو موټر له پله لاندې غورځېدلی چې تر دې مهاله هم په سیمه کې پروت دی.
د پاکستان امنیتي سرچینو تر دې مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ورته پېښې په شدت سانسورې کړې دي.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر پوځ او پولیسو د پاکستاني طالبانو بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.