دیني عالم، مولوي عزت الله سواتی د پېښور ښار په بورډ بازار کې د نامعلومه وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

مولوي عزت الله سواتی له داعش ډلې سره فکري مخالفت درلود او په دې وروستیو کې څو ځلې د دغې ډلې له‌خوا په مرګ‌ ګواښل شوی و.

د معلوماتو له مخې، پر نوموړي برید نن له غرمې وروسته ترسره شوی دی.

د پاکستان پوځي رژیم چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو سرچینې اټکل کوي، چې یاد دیني عالم به د پوځي رژیم په لارښوونې د داعش ډلې له‌خوا ترور شوی وی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version