په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له ډېرېدو سره سم، پخوانیو جنګ‌سالارانو او قومي ټېکه‌دارانو د پاکستان غېږې ته د تګ په موخه تحرکات پیل کړي، آنلاین ناستې کوي، د خپلو بدنامو او له فساد ډکو ګوندونو نومونه، اساسانامې، بیرغونه او نورمونه بدلوي او په دې ډول ځانونه د پاکستان غېږې ته د پناه وړلو لپاره چمتو کوي، ترڅو د افغانستان د بربادۍ، ویجاړۍ، نویو جګړو او کشمکشونو لپاره تیاری ونیسي. د دغو جنګ‌سالارانو او او قومي ټېکه‌دارانو له ډلې یې عبدالرشید دوستم او محمد محقق هم دي، چې د پاکستان استخباراتي ادارو ته د خوش‌خدمتۍ اوږده مخینه لري.

دوستم او محقق دواړه د هغې بدمرغې کورنۍ جګړې له اصلي لوبغاړو څخه وو، چې د پردیو په اشاره یې افغانستان هغه مهال ټوټې ټوټې کړ، د افغانستان عامه شتمنۍ یې پاکستان ته یووړې، د افغانستان عامه زېربناوې او تأسیسات یې د پاکستاني جنرالانو او دلالانو په خوښه له خاورو سره خاورې کړل، زرګونه عام افغانان یې شهیدان، سلګونه زره یې ټپیان، بې کوره او میلیونونه نور یې کډوالۍ ته اړ کړل. دواړو قومي ټېکه‌دارانو دا هرڅه د خپلو شخصي ګټو او قصرونو د ابادۍ او د پاکستان د خوش‌خدمتۍ لپاره وکړل.

د دوستم او محقق ملېشو پر عامو خلکو داسې ظلمونه او وحشتونه وکړل، چې لا هم د خلکو له ذهنه نه دي وتلي، هېواد یې ټول پاټک پاټک کړی و، د واک په جزیرو یې وېشلی و، له خلکو به جزیې اخیستل کېدې، د دوی په واکمنۍ کې د هېچا ځان، مال او سر خوندي نه وو. د نورو په څېر دې دوو تنو جنګ‌سالارانو هم افغانستان د بدمرغیو او کړاوونو ګرداب ته ور ټېله کړی و، خو کله چې په افغانستان کې د طالبانو تحریک د دغو وحشتونو او ظلمونو د ختمولو په وړاندې قیام وکړ، د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو، په چټکۍ سره یې افغانستان د دغو جنګ‌سالارانو له جنایتونو او وحشتونو خلاص کړ او د هغه مهال مطابق یې یو نسبتاً پیاوړی مرکزي نظام جوړ کړ.

پر افغانستان د امریکايي یرغل پر مهال، همدا دوستم او محقق د اشغال غوښتونکو سرلاري وو، په ډېرې بې شرمۍ یې امریکايي اشغال ته لبیک ووایه، ورسره ودرېدل او د افغانستان د آزادۍ او استقلال د مبارزینو په خلاف یې له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوله، د خلکو کورونه یې ورانول، خلک یې وژل، په کرغېړنو زندانونو کې یې اچول، ځمکې یې غصبولې، زورواکي او ټوپک‌سالاري یې کوله او د همدې ټولو خوش‌خدمتیو په بدل کې ورته اشغالګرو ډېرې پیسې او پراخ امکانات ورکول، دوی نږدې دوې لسیزې افغانستان د امریکايي او غربي هېوادونو د لوبو او اشغال په مرکز بدل کړی و او د جنایاتو په ترسره کولو کې تر یرغلګرو یو قدم وړاندې تلل.

پر خپلو ولسونو، خلکو او قومونو یې ډېر ظلمونه وکړل، ځمکې یې ترې غصب کړې، عام افغانان به یې پر لارو او سړکونو د خپلو ملېشونو تر موټریزو کاروانونو لاندې کول، د واک او نشې په دبدبه کې دومره ډوب وو، چې له پیسو، نشو، عیش او عشرت پرته یې نور څه نه لیدل. ولسونه او عام خلک ترې دومره په تکلیف وو، چې آن خپلې سیمې یې ورته پرېښودلې او ترې کډوال شوه، د دوی دغو ظلمونو او جنایتونو نږدې دوې لسیزې دوام وکړ، خو له هغه وروسته بیا د زوال تورې کندې ته ولوېدل، د دوی واکمني د اشغال له خاتمې سره سم وپرځېده، ولسونه او خلک یې له ظلمونو خلاص شول او د ارام ساه یې واخیسته.

اوس همدا جنایتکاره او غدار قومي ټېکه‌داران په دې نه دي خوښ چې د افغانستان خلک په امن، آزادۍ، سوکالۍ او سیالۍ کې ژوند کوي، دوی اوس بیا بهانې لټوي چې له پاکستاني شریرو عناصرو سره په ګډه د افغانستان د خلکو آزادي، ارامي او سوکالۍ وګواښي، خو دوی دا ځل ځکه ناکام دي، چې افغانستان اوس یو پرمختللی پوځ، سیستم او حکومتولي لري، د افغانستان ټولو خلکو دوی پېژندلي او د خپل نظام او خاورې د دفاع په لار کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي، اجازه نه ورکوي، چې یو ځل بیا هغه سختې او ترخې ورځې پرې راشي. د ګاونډي اجیران او پخواني جنګ‌سالاران به بیا هم د خپلو شومو موخو په لاسته راوړلو کې پاتې راځي او دا شرم به یې تاریخ ته د ابد لپاره پاتې کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version