د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۷۷ زره او ۳۱۹ تنو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې دا پېژندپاڼې د اسان خدمت مرکزونو او د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګو له لارې وېشل شوي دي.

د معلوماتو له مخې کابل، بلخ، کندهار، هرات او هلمند هغه پنځه ولایتونه دي چې په یاده موده کې یې تر نورو ډېرې پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version