شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغانستان د وروستیو څلوېښتو کلونو په جریان کې ډېرو ډلو او څېرو د وسلوال مقاومت او سیاسي مبارزې دعوې کړې دي، په دې لړ کې یو هم احمد مسعود دی، چې د خپل پلار احمد شاه مسعود له نوم او میراث څخه د ګټې اخیستنې کوښښ یې وکړ، خو د وخت په تېرېدو سره څرګنده شوه، چې نه یې وسله وال مقاومت بریالی شو او نه یې د مجازي نړۍ کمپاینونو کومه عملي لاسته راوړنه لرله.له ۲۰۲۱م کال وروسته احمد مسعود د مقاومت تر نامه لاندې د وسله والې مبارزې اعلان وکړ، خو ډېر ژر دا جبهه د پراخ ملاتړ او منظمو تشکیلاتو له نشتوالي سره مخ شوه. د جګړې په ډګر کې یې نه یوازې کومه لاسته راوړنه ونه لرله، بلکې د مقاومت ډېری سیمه ييز قوماندانان یا ووژل شول او یا یې هم د جګړې ډګر پرېښود. له همدې امله د ده وسله واله مبارزه له لومړۍ ورځې د ماتې په لور روانه وه.کله چې د ده وسله وال مقاومت بې خونده او بې رنګه شو، نو هڅه یې وکړه، چې په مجازي نړۍ کې ځان مطرح کړي. د لوېدیځو رسنیو او ځینو سیاسي لابي ګریو له لارې د احمد مسعود لپاره کمپاینونه کېدل، هغه د رسنیو پر مخ د غونډو او کنفرانسونو لپاره ور بلل کېده، حتی د امریکا د ویزې او سیاسي ملاتړ موضوعات هم را پورته شول. خو اوس څلور کاله وروسته، همدغه مجازي کمپاین هم خپل جذابیت له لاسه ورکړی دی. د مبارزې څلورمې کلیزې او د سپټمبر ۹مې او ۱۱مې پېښې څلور ویشتمې کلیزې لکه د پخوا په شان رسنیز انعکاس و نه موند. د ده خبرې، لیکنې او مرکې نه د سیمې هېوادونه جدي ګڼي او نه هم نړۍوال ورباندې حساب کوي.په پيل کې نړۍ پر احمد مسعود د یوې نوې سیاسي څېرې ګومان وکړ، د ملاتړ او مرستو ژمنې ورکول کېدې، خو د وخت په تېرېدو سره معلومه شوه، چې هغه عملي وړتیا او اغېز نه درلوده. نړۍ هغه تشې وعدې پرېښودې، احمد مسعود یوازې پاتې شو او ادعاوې یې د عملي بدلون پر ځای یوازې د رسنیو په صفحو کې پاتې شوې. دا دوهم ځل دی چې ماته خوري، د جمهوریت پر مهال یې د جګړې له ډګره پښې سپکې کړې، بیا یې بېرته د خپل بایللي حیثیت کوښښ وکړ، مګر بيا هم له داسې ماتې سره مخ شو، چې د سیاست له ډګره به استخراج شي.نن ورځ د کم عمره او خام فکره قوماندان احمد مسعود وسله وال مقاومت بشپړ ختم شوی او د مجازي مقاومت څپه یې هم د انزوا په لور تللې ده. هغه نه د افغانستان دننه د پام وړ ملاتړي لري، نه سیمه او نړۍ ورته ارزښت ورکوي. د ده سیاسي ادعاوې تشې وعدې دي او د راتلونکي پلان خبرې یې یوازې شعارونه. اوس هغه د یو منزوي او بې اغېزې سیاسي څېرې په توګه خلک پېژني، چې نه په میدان کې ځای لري او نه په رسنیو کې. د ده د لاسته راوړنو حساب صفر ته رسېدلی او راتلونکی یې یوازې د ادعاوو په چوکاټ کې محصور پاتې دی.یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.