د بهرنيو چارو وزارت درېيم سیاسي رييس ذاکر جلالي د بګرام هډې‌ د بېرته نيولو په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې ويلي، چې افغانستان له امريکا سره په متقابل درناوي ولاړې سياسي اړيکې غواړي؛ خو د چا پوځي حضور یې په تاريخ کې نه دی منلی.

نوموړي همدا راز زياته کړې، چې ډونالډ ټرمپ پر بګرام د معاملې خبره کړې او په خبره یې نوموړی تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی او د بګرام د بېرته اخيستو يادونه هم د يوې معاملې له لارې کوي.

ښاغلی جلالي وايي:«افغانستان او امريکا يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري.»

نوموړی زياتوي، چې پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او په وینا یې دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی مګر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.

ياده دې وي، چې ډونالډ ټرمپ پرون ورځ يوې غونډې ته په وینا کې ويلي، چې غواړي افغانستان کې د بګرام هوايي هډه‌ بیرته ونيسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version