بهرنیو چارو وزارت په لارښوونې او په باکو کې د افغان سفارت د پرله‌پسې هڅو په پايله کې د اذربايجان د ولسمشر د حکم په اساس ۱۴ تنه افغان د دغه هېواد له بندخونو خوشې شول.

بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د اذربایجان جمهوریت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کړې.

دې وزارت ډاډ ورکړی، چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version