د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په بدل کې له یو تر لسو کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې طرحه تائید شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، په دې اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې د ورکړې وخت په کټه‌ګوریو ووېشي او د موضوع د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره خپل راپور د اقتصادي کمېسیون راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version