د پخواني جمهوري رژیم د اربکیانو ظلمونه، وحشتونه او د عامو خلکو ځورول د هېڅ افغان له یاده نه دي وتلي. دوی چې کله په قدرت کې وو، پر ولس یې هیڅ رحم ونه کړ او د خپلو شخصي غرضونو لپاره یې ملکي هېوادوال په نښه کول؛ نن چې دوی یو ځل بیا د بلوچستان په ځینو سیمو کې تنظیم او په وسله سمبال شوي، نو دا د هماغه پخواني وحشت او شرارت یو بل نوی پړاو دی چې دا ځل یې د کوربه سیمې خلک هم هدف ګرځولي دي.
دا ځل دغه شریر اربکیان د هغو کسانو تر چتر لاندې راټول شوي، چې له آی ایس آی سره د خواخوږۍ پر بنسټ، له افغان ولس او حاکم نظام سره ژوره دښمني لري. شریرو اربکیانو چې تر پرونه یې ځانونه په خیالي شعارونو د پوځي رژیم دښمنان بلل، نن د هماغه پاکستاني پوځي رژیم او استخباراتي شبکې په مستقیم ملاتړ هڅه کوي چې بلوچستان د افغانستان ضد فعالیتونو او په افغانستان کې دننه د ناارامۍ رامنځته کولو لپاره په یو مرکز بدل کړي.
بلوچستان کې د سیمې د خلکو پرلت او د کوېټې – چمن د لویې لارې تړل دا ثابتوي چې دغو اربکیانو هلته هم پر بې ګناه خلکو د پوځي رژیم پلوه ملکانو په ډاډ ظلمونه پیل کړي دي. لاریونوال په چیغو وایي، چې دغو بې هویته وسلوالو د دوی ښځو او ماشومانو ته زیان اړولی او په کونداغونو یې وهلي دي؛ دا ولسي اعتراف په ډاګه کوي چې د دغو شریرو عناصرو غليظ او وحشي طبیعت د سیمې بل هر وګړي ته هم ثابت شوی دی.
د دغو ګوډاګیو ډلو د وسلوال کولو او همداراز په خیبر پښتونخوا کې داعش ډلې ته د ځای ورکولو تر شا یوازینی هدف د افغان ولس له بریاوو او ثبات نه د پوځي رژیم وېره ده. مګر دغه وسلوال شوي بې هویته کسان د دې پر ځای چې کومه بریا ترلاسه کړي، د ځایي خلکو لخوا له شړلو او د تېر په څېر له رسوایۍ پرته بل برخلیک نه لري او د خپلو بادارانو په وړاندې به د تل لپاره مخ توري پاتې شي.
دا ځکه چې د افغانستان اوسنی حکومت د دښمن هر حرکت له نږدې څاري او د ولس په ملاتړ یې د هر ډول برید د شنډولو بشپړ چمتووالی نیولی دی. په تېرو څو ورځو کې د دغو شریرو عناصرو پر مرکزونو دقیق او ځپونکي بریدونه او بل لور ته په بلوچستان کې د دوی په ضد د ولسي پاڅونوالو د لارو د تړلو کلک ګواښ دا ثابتوي چې د دغو جنایتکارانو د ظلم او فتنې عمر خورا لنډ دی.


