د افغانستان پر وړاندې د استخباراتي جګړو نوی فصل په داسې حال کې پرانیستل شوی، چې د جمهوري رژیم پخواني نظاميان او شریر اربکیان د پاکستان پوځي رژیم د ګټو لپاره د جګړې کرښې ته ټېل وهل شوي دي او یا هڅه کېږي چې په راتلونکي کې یې د اوسنی ټيټ ګواښ درجه لوړه کړي. دوی د جګړې په دوام کې خپلې مادي ګټې لیدلې دي او کله چې جمهوریت وپرځول شو، نو خپل ټول تمثیلي شعارونه یې هېر کړل او د هماغه پوځي رژیم غېږې ته یې پناه یووړه چې پرون یې د هغوی پر ضد د جګړې لاپې وهلې.
له پوځي رژیم او آی ایس آی سره د دوی غاړه غړۍ کېدل او د هغوی د لاسپوڅو ملکانو تر مشرۍ لاندې رايوځای کېدلو وښودله، چې د باطل ټولې څانګې په پای کې د حق په وړاندې یو ځای کېږي. دوی هڅه کوي چې د آی ایس آی په امر او د سیمه ییزو اجیرو ملکانو په مشرۍ په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کړي او د شریعت د پلي کېدو مخه ونیسي، مګر د دغو عناصرو پخواني او اوسني ظلمونه انجام ته د رسېدو په لور ګامونه اخلي.
په بلوچستان کې د عامو پاڅونوالو دوامداره پرلت او اعتراضونو روښانه کړه، چې د دغو اربکیانو د وحشت او شرارت تېغ د بلوچستان د عامو ولسونو تر غاړو هم رسېدلی دی. لاریونوال په ډاګه وایي چې دا کسان د وحشت خوی لري او تر هغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او لویې لارې به تړلې وساتي، ترڅو چې پوځي رژیم دغه شریر اربکیان له سیمې نه وي شړلي.
دغه وضعیت په ډاګه کړې چې د دغو مأجورو وسلوالو شتون نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د امنیت لپاره د سرطان د دانې په څېر دی او د دوی د له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت عزم او له ځینو سیمو د شړلو لپاره د ولسي پاڅون راپورته کېدل د دوی د بشپړې ناکامۍ زنګ دی. د غولول شویو ځوانانو پروني قاتلین نن په خپله د مرییتوب په داسې حالت کې راګیر دي چې نه په کوربه سیمو کې خلکو ته د منلو دي او نه به په افغانستان کې دننه خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د افغان حکومت جدي غبرګون او عملي اقدام هم وښودله، چې د دښمن هېڅ شوم پلان د دوی له سترګو پناه نه شي پاتې کېدای او همالته د دغو شریرو اربکیانو د مرکزونو په نښه کول د دې اقدام ژوندی ثبوت دی. د دغو وسلوالو کسانو برخلیک به د تاریخ د نورو دلالانو غوندې وي؛ دوی به د تېر په څېر مخ توري او شرمېدلي پاتې شي او فتنې به یې په نطفه کې خنثی کېږي.


