د ترکيې د ټي آر ټي رسنۍ د راپور له مخې د اروپايي ټولنې مشرانو د امريکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې خپله لومړنۍ ځانګړې سرمشریزه غونډه وکړه.

اروپايي مشرانو په دې غونډه کې د اوسني جیوپولټیک په ځانګړي ډول د امریکا او روسیې له ګواښونو سره د اروپا د دفاع د پیاوړتیا په لارو چارو بحث کړی دی.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر انتونیو کوسټا د بروکسل په ایګمونټ ماڼۍ کې د غیر رسمي سرمشریزې نه مخکې خبري رسنیو ته ويلي چې دا لومړی ځل دی چې موږ د اروپايي ټولنې د دفاع لپاره ځانګړې غونډه کوو.

کوسټا ويلي چې په دې سرمشریزه کې به د دفاعي لومړیتوبونو، اړین تمویل چمتو کول او د موجوده ملګرتیاوو د پراختیا په مسايلو خبرې وشي.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر زياته کړې چې د اروپايي اتحادیې د کمیسیون د دفاعي ستراتیژۍ په اړه یې د “سپینه پاڼه” په نوم یو سند چمتو کړی چې د مارچ مياشتې په ۱۹ مه نېټه به رسما اعلان شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version