هندوکش غږ د تاثیر یو غږیز کلپ ترلاسه کړی چې نوموړی په کې ملا، جومات او ان جومات ته تلونکو عبادت کوونکو ته سپک الفاظ کاروي او ښکنځل کوي.

هغه وایي، دا خبرې (ښکنځاوې) یې وروسته له هغه کړي چې د جومات یو ملا په منبر ویلي چې عملونه مو سم کړئ او موږ تاسو ګنهکاران یو.

راپورونه وایي چې تاثیر د مقدساتو د توهین په جرم د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

تاثیر څو کاله وړاندې په کوټه کې له یوې جرمني رسنۍ سره هم کار کاوه چې بیا د ګواښونو له امله له هغه ځایه افغانستان ته راغلی و.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې، نوموړی آزاد ګرځېده او راپورونه یې تیارول، سرچینه وايي چې د تأثیر نیول کېدل د ده له خبریالۍ سره تړاو نه لري.

د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې د اجمل حقیقي په نوم یو یوټوبر هم د قرآن آیتونو ته د سپکاوي په جرم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version