د ایران لخوا پر اسرائیل د بې ساري برید وروسته، چې څو ورځې وړاندې ترسره شو، په غبرګون کې یې سپینه ماڼۍ تابیا لري او اعلان یې وکړ، چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار “جیک سلیوان” دغه موضوع مطرح کړې او وايي، چې په راتلونکو ورځو کې ممکنه ده امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

نوموړي زیاته کړې ده: ” دغه بندیزونه به د ایران په طیارو او راکټ، سپاه پاسداران او دفاع وزارت باندې ولګول شي”هغه همدا راز د امریکا په متحدینو او شریکانو غږ کړی، چې ژر تر ژره د ایران د پوځي توان د کمولو په موخه په دغه هېواد نوي بندیزونه ولګوي.

د امریکا د ملي امنیت سالاکار همداراز زیاته کړې، چې واشنګټن له دې وړاندې په ۶۰۰ هغو سازمانونو او اشخاصو هم بندیزونه لګولي، چې له ایران سره اړیکي پالي او همداراز د تروریزم د تمویل ترڅنګ د بشري حقونو څخه سرغړونې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکایي ځواکونه چمتو دي، چې د ایران هر ډول ډرون او راکټي بریدونو سره مبارزه او مقابله وکړي.

دغه امریکایي چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې اسرائیلي طیارو د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د ایران په قونسلګرۍ برید وکړ او د یوه جنرال په ګډون اوه تنه ایرانیان یې پکې ووژل.

ایران د دغه برید د غچ اخیستنې په موخه څه باندې ۳۰۰ راکټي او بې پیلوټه الوتکو پر مټ پر اسرائیل برید وکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version