شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سرپرست حکومت مرستیال ویاند، ملا حمد الله فطرت وایي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه په رسمي سفر نن غرمه کابل ته ورسېد. فطرت زیاتوي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په ارګ کې د نوموړي هرکلی وکړ.ټاکل شوې د سرپرست حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمه ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه بحث او خبرې وکړي.
د جمعيت علماء اسلام پاکستان ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: پاکستان، افغانستان سره د جګړې له امله له جدي ننګونو سره مخ دی14 مارچ 2026
پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد: اسلاماباد باید سمه لار غوره کړي که نه نو افغانان به خپل ځواب ورکړي، چې دا به وضعیت لا کړکېچن کړي13 مارچ 2026