د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ازبکستان د کرنې وزارت د مرستيال په مشرۍ يو پلاوی کابل ته راغلی دی.
په دې پلاوي کې د ازبکستان د دولتي ادارو له استازو سربېره د خصوصي سکټور استازي هم شامل دي.
کابل ته د دې پلاوي د سفر په موخه د تخنیکي همکارۍ فرصتونو ارزونه، د کرنیزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، ياد پلاوی به د کرنې وزارت له مسوولينو او د خصوصي سکتور له استازو سره په کرنه او مالدارۍ کې د همکارۍ د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروژو د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
