د پنجشېر ولایت مقام ویاند، سیف الدین لټون هندوکش‌غږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز بازارک، حصه اول او پریان ولسواليو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو پنځه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې پر دغو پروژو د اغا خان بنسټ له لوري نږدې ۱۲۰ زره ډالر لګښت شوی او په بشپړېدو سره یې په ۲۰ کلیو کې زرګونه کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د پنجشېر والي د دغو پروژو پرانیسته خلکو ته د اسانتياو په برخه کې ستره لاسته راوړنه بللې او له دې سره یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي لټون ویلي، چې د پنجشېر ولایت د رهبرۍ او نورو اړوندو ادارو د هڅو په پایله کې، سږ کال د آغا خان بنسټ له لوري په ټول ولایت کې د ۲ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو ۱۰۰ پروژې پلان شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version