د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف ویلي، چې په لویو بنسټیزو پروژو کې باید افغان حکومت شریک او د سیمې د سیاستونو په محور کې ځای ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د مرکزي اسیا هېوادونو د مشرانو په اوومه غونډه کړې دي.
د ازبکستان ولسمشر دا هم ویلي، چې د افغانستان وضیعت د سیمې پر امنیت او دوامداره پرمختګ مستیقیم اغېز لري او اوسمهال جدي پاملرنې ته اړتیا ده.
