د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولوي نورالدین عزیزي، د استانبول ۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې د ترکیې هېواد لوړ پوړي دولتي پلاوي او خصوصي سکتور ته بلنه ورکړې تر څو په افغانستان کې د هغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړ کړي.
ښاغلي عزیزي د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د شته فرصتونو په تړاو خبرې کړي او د یاد نندارتون له ګډونوالو یې غوښتي تر څو د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې وکړي.
نوموړي په دغه پروګرام کې د افغانستان د پلاوي له ګډون څخه موخه د افغانستان، ترکیې او سیمې د نورو هېوادو تر مینځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د نویو فرصتونو رامینځ ته کول، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د حلالو تولیداتو او محصولاتو ورپېژندنه او له بهر په تېره بیا ترکیې څخه د بهرنۍ پانګونې جذب بللی دی.
د یادونې وړ ده چې د استانبول حلال ۲۰۲۴ نندارتون د سیمې او نړۍ په کچه ستر نندارتون دی چې پکې د افغانستان په ګډون ۴۵ هیواده په ۴۵۰ غرفو کې خپل محصولات او تولیدات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.