د اسد پر ۲۴مه چې د اګست د ۱۵مې سره سمون خوري؛ درې کاله وړاندې په همدې ورځ ا.ا.ا کابل فتحه او افغانان يې د آزادۍ او سولې په تحفه ونازول؛ په دغه ورځ تېر جمهوريت سقوط وکړ او امريکا لا د کډې په ټولولو بوخته وه چې غلامان(د تېر جمهوريت مشران او د شر و فساد ډله) يې له هېواده بهر و تښتېدل.

د اسد ۲۴مه هغه ورځ ده چې يو غلام او طاغوتي نظام ړنګ او د آزادۍ سپېڅلي مبارزين بريا ته و رسېدل؛ د افغانستان واک د نبي کريم ﷺ وارثينو لاس ته ولوېد.

په دغه ورځ غرب او ناټو پر ګونډو او شرمېدلي له افغانستان څخه کډه ټوله کړه؛ دا هغه ورځ ده کوم چې د زرګونو شهيدانو، د زرګونو کونډو، يتيمانو ارمان چې د افغانستان آزادي او واک و اصيلو افغانانو ته د رسېدو وو، پوره شو.

دا هغه ورځ ده چې د دنيا بدمعاشان (امريکا، ناټو او همکاران یې) کوم چې ټوله نړۍ يې له بدمعاشي څخه په تنګ وه؛ خو په دغه ورځ پس له شلو کلونو يرغل څخه د افغانانو سپېڅلي عزم او مبارزې ته تسليم، خپله ماتې يې قبوله او د دوی په لاس د جوړ شوي نظام د سقوط ننداره يې په مړو سترګو کوله.

افغانانو له کلونو څخه د غربي يرغل د ختمېدو شيبې شمارلې چې په دغه ورځ يې ارمان پوره شو؛ يرغل ختم او افغانان خپلواک، د محمدي بيرغ تر چتر لاندي ټول په يوه اتحاد راټول شول.

په تېرو شلو کلونو کې به هره ورځ بمبارونه، چاپې، وژنې وې چې افغانان ترې سخت ځورېدل؛ هره ورځ به يې د ځوانانو جنازې پورته کولې، بلکې دغه د افغان وژنې داستان له څو لسيزو څخه راشروع وو او د افغانانو هر کور کې کونډې او يتيمان ناست او د بورو ميندو ساندې وې؛ د ا.ا د راتګ سره وينه تويول ودرېدل، امن شو، سوله، خوشحالي او د څو لسيزو جګړو ته د پای ټکی کېښودل شو؛ افغانانو د آرام ساه واخيسته او د آزادۍ هره لمحه يې ولمانځل.

د اميرالمؤمنين حفظه الله په امر سره د تير غلام رژيم ټول مجرمين چې د يرغلګرو په چوپړ او د ا.ا ضد د يرغلګرو سره پر بغل جنګېدل هم معاف کړل شول.

دا څه وړه خبره نه ده، ځکه يو مجاهد چې نن پر واک دی او د ورور يا پلار قاتل يې چې نن هيڅ واک نه لري، د يو عادي وګړي په شان ژوند کوي؛ دغه مجاهد د اميرالمؤمنين او ا.ا ته د اطاعت په پار هيڅ هم نه ورته وايي؛ بلکې لا هم ښه سلوک ورسره کوي؛ په دې کار سره ا.ا د افغان او مسلمه امت زړونه لا را خپل کړل؛ د اسلام سپېڅلي دين ته وفاداري او د ولس سره نيکه رويه يې ده چې ټول ولس يې تر شاه ودرېده.

د کابل فتحې نه يواځې افغانان د آزادۍ او سولې په تحفه ونازول؛ بلکې ټول مسلمه امت او د نړۍ اسلامپال او جهادپال مبارزينو زړونو کې يې د آزادۍ ولولې لا په جوش راوستلې؛ د مسلمه امت مبارزينو اميدونه يې راتازه کړه چې دوی هم د هر جابر، ظالم، ډيموکرات او د يرغل مقابل آزادي تر لاسه کولای شي.

د کابل له فتحې سره د نړۍ مسلمانانو کې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي نظام د قايم کېدو اميدونه راپيدا شول.

دا چې تېر جمهوريت کې اکثريت غله او جنايتکاران مشران وو چې د ولس په وينو يې سوداګري کوله او تعصب يې اوج ته رسولی وو؛ د دغو غلام مشرانو چې ځانونه يې قومي ټيکه داران بلل، دوی د افغان قومونو منځ کې د نفرت تخم شيندلی او حتا تر دې اندازې پوري يې د افغانستان معزز قومونه رسولي وو چې ډېر پکې د افغانستان تجزيې ته هم تيار وو.

د طالبانو په راتګ سره دغه د افغانستان د دښمنانو د تجزيې خوبونه ورک او ټول افغانان د يوه سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندي راټول او متحد شول؛ د قوم او سيمې پر ځای اسلاميت او افغانيت ته وفاداره شول.

همدغسي د طالبانو د کابل له فتحې سره هغه پاټک سالاري ختمه شوه چې په غلام نظام کې به هر واکمن يا هم د قوم ټيکه دار به له غروره آسمان ته کتل؛ هر ولايت کې به يې د خپل طبيعت قوانين پر مظلوم ولس چلول؛ د ا.ا په راتګ سره له دغو ټولو زورواکو څخه افغان ولس خلاص شو.

په تېر جمهوريت کې غرب پر افغانانو ډېر کار کړی وو، ګوندونه او حزبونو په جوړولو سره يې افغانان پر څو برخو وېشلي وو؛ پر ځای د دې چې يو مسلمان، يو افغان شي خو دوی پر ډلو ټپلو وېشل شوي وو؛ چې د ا.ا په راتګ سره دغه ګوندونه او ډلې ټپلې ټولې لغوه شوې.

په تېر جمهوريت کې قومي تعصب هم خپل اوج ته رسېدلی وو، ډېرو وحشيانو به لومړی د قوم او سيمې په نامه ځان مشهوره او بيا به يې له دې شهرت څخه په کار اخيستنې امريکا او غلام نظام ته ځان نږدې کړ؛ هر رنګه وحشتونه به يې د يرغلګرو لپاره کول او د هيچا پروا به يې نه لرله چې خوښه به يې وه هغه جنايتونه به يې کول چې د ا.ا په راتګ سره دغسي اشخاص يا خو هم له هېواده و وتل او يا هم اصلاح او آرام پر کور کښېناستل.

دلته ډېر تعصبګر وو چې د افغانستان د تجزيې خوبونه يې ليدل او همېش يې د افغان قومونو په منځ کې تفرقه اچوله؛ تر څو په دې ډول افغان ولس يو د بل ضد او مخالف جوړ کړي؛ چې بيا خبره د افغانستان وېش او تجزيې ته و رسېږي چې د ا.ا په راتګ سره د دغو جنايتکارانو دغه ارمان له منځه يووړل شو او ټول ولس په يوه اتحاد شو.

په تېر جمهوريت کې يوه ډله (د شر او فساد په نامه) چې همېش يې لنډغري کوله، ولس ترې په تکليف او خپلې بدمعاشۍ به يې کولې؛ په زورواکۍ کې يې شهرت درلود او د تير غلام نظام غوښنه برخه هم د دوی سره وه؛ په شر او فساد کې ککړ او پښتون وژنې ته بيخي لېواله وو چې د ا.ا په راتګ سره د دغې ډلې لنډغريزم هم په صفر کې ضرب شو. د ا‌.ا په راتګ سره د غرب او نورو استخباراتي کړيو په لمسون د شر او فساد ډلې بغاوت وکړ؛ تاجکستان او نورو بهرني هېوادونو ته وتښتېدل او له هغه ځاي څخه يې د بغاوت نعرې اوچتې کړې.

په داخل د افغانستان کې يې هم اولو وختونو کې څه ناڅه ناامني جوړه کړې وه، خو د ا.ا په چټکو نظامي عملياتو کې ختم شول؛ بل طرف ولس هم د شر او فساد له ډلې سره ونه درېدل؛ ځکه افغان ولس ته د دوی اصليت څرګند وو چې دا همغه لنډغر دي کوم چې نه اسلاميت او نه يې افغانيت منلو، نه يې پښتانه او نه يې هم د افغانستان جغرافيه منله، خو اوس د وطن او وطن دوستۍ شعارونه زمزمه کوي.

د دوی دغه دوه مخي او لنډغريزم ته په کتلو او بل طرف د ا.ا سترو قربانيو او کارنامو (آزادي، امن، سوله، هره ورځ د وطن د پرمختګ يو نوی باب ايښودل) ته په کتلو ټول ولس او ټول قومونه د ا.ا تر شاه ودرېدل؛ د شر او فساد ډله يې نا اميده پرېښودل؛ مقاومت يې په فېسبوکي مقاومت مشهوره او يواځې ورته پوچ تبليغات پاتې شول؛ دا ځکه ولس نور د دوی په دروغجنو شعارونو نه تېروځي او نه هم ورسره درېږي.

بل طرف د ا.ا.ا په راتګ سره ولس ته څرګنده شوه چې ا.ا.ا د ټولو افغانانو ګډ نظام دی؛ پکې پښتون، تاجک، ازبک و هزاره او قوميت نه دی مهم، بلکې په دې نظام کې يواځې اسلام او اسلاميت مطرح دی؛ همدغه وجه ده چې افغان ولس قوميت او تعصب ته (نه) و ويل؛ تعصبګر يې وشړل او د افغان امنيتي ځواکونو په شتون کې د آزادۍ ورځې په بې غمه زړه او پوره امن کې لمانځي.

دلته ځينې کړۍ شته چې دغې آزادۍ ته احترام نه ساتي، ځکه د دوی جاسوسي درېدلې، د دوی زورواکي درېدلې، دوی ته د قوميت په نامه څه نه دي ورکول شوي، دوی ته غوښنه برخه نظام کې د زورواکۍ په نامه نه ده ورکول شوې، دوی همغه ډيموکراسي او همغه عياشي نه شي کولای؛ بلکې اوس به اسلامي اصولو او افغاني کلتور ته په کتلو ژوند کوي.

د شر او فساد ډلې د بغاوت يوه وجه هم همدا ده چې دوی ته په غربي ډيموکراسي کې د ژوند اجازه نه ورکول کېږي؛ دوی ته غوښنه برخه په نظام کې د پنجشير او قوميت په نامه نه ورکول کېږي.

افغان ولسه!په بې غمه زړه خپله آزادي ولمانځه، په امن او سوله کې دې هره لمحه ولمانځه، په عدالت او اسلامي نظام کې ژوندون دې ولمانځه، هره ورځ د پرمختګ يو نوی باب دې ولمانځه!دا وطن او دا نظام ستا دی، د شر او فساد د لنډغرو په زهرجنو تبليغاتو مه تيروځه، د داعش خراسان په دروغجنو تبليغاتو مه غولېږه!آزادي مو مبارک شه!آزادي، سوله، امن، اسلامي نظام د رب يوه تحفه او ستر نعمت دی؛ رب دي دغه نعمت له افغانانو نه اخلي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version