کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني لوري په نښتو کې د پاکستان دوه پوستې له منځه تللې دي.

د کورنيو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د دې نښتې لامل په اړه داسې وضاحت ورکوي، چې د تورخم په غورکي سیمه کې د فرضي کرښې په استقامت پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړې وې، چې افغان ځواکونه متقابلو ډزو ته اړ شول.

نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه هدف کړل، چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان شهیدان شوي.

بل لور ته د پاکستاني لوري د دوو پوستو له منځه تللو سربېره، پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، چې نښتې پر مهال د درې پاکستاني عسکرو د وژلو او پنځو تنو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې مجاهد امنیتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره چمتو دي او د هر ډول ناروا حرکت ځواب په بالمثل ډول ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version