ایراني رسنۍ وایي چې پر دغه هیواد د اسرائيلو د تازه بریدونو له امله د ایران هوایي حریم د ټولو کورنیو او بهرنیو الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

په ورته وخت ايراني رسنۍ وايي تمه کیږي په څو شېبو کې د ایران مذهبي مشر د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې خپل ملت ته وینا وکړي.

د يادونې وړ ده چې بېګا د شپې ناوخته اسرائيلو د ايران په يو شمير لويو ښارونو بريد کړی چې تر اوسه یې د دقيق څرنګوالي او تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version