‏د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال دوکتور محمد نعیم د یونیسف مرستیال اجرایوي رئیس ټیډ چیبان او یوشمېر استازو سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه‌اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د ماشومانو پر حقونو، پولیو ضد کمپاین، راستانه شویو کډوالو، د روغتيا تعلیم او يو لړ نورو بشري او ټولنیزو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، ‏دکتور محمد نعیم په دې کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د ماشومانو روغتيا، زده‌کړو او د کډوالو لپاره اسانتیاوې او بشري چوپړتیاوې برابرول خپل لومړیتوب بولي.

ورته مهال د یونیسف مرستیال اجرائیوي رئیس د سرپرست حکومت هڅې او همکارۍ ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې د تعلیم، استوگنې، کرنې او نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version