یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر “بیني ګانټز” له خپلې دندې استعفاء وکړه.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې بیني ګانټز د خپلې استعفا ترڅنګ په لومړي وزیر “نتنیاهو” تور پورې کړی، چې د غزې جګړې تر ستراتېژۍ د مخه خپل شخصي سیاسي ملاحضات ځای پر ځای کوي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې بیني ګانټز په راتلونکو څو میاشتو کې پر ټاکنو ټېنګار درلود.

ګانټز تر استعفاء وروسته وویل: “زه له یرغمل شویو کورنیو بخښنه غواړم، او د غزې په جګړه کې یې خپله ناکامي منم او موږ په دغه ازموینه کې ناکام شوي یو او موږ ونه توانېدو چې خپل بچیان بیرته راستانه کړو”.

ګانتز په داسې مهال استعفاء ورکوي، چې نتنیاهو له نوموړي د اسرائیلو په بیړني حکومت کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه او ویلی یې و، چې دا د یووالي وخت دی، د وېش وخت نه دی.

بیني ګانټز د ۱۹۵۷ کال د جولای پر اومه د اسرائیل په “کفر احیم” کې زیږېدلی، مور یې د “هنګري” او پلار یې “رومانیا” هېوادونو څخه و.

هغه په ​​۱۹۷۷ کې اردو کې شامل شو، “پراشوټ لېوا” کې یې دنده پیل کړه او په ۱۹۹۵ کال قوماندانۍ ته ترفیع وکړه او قومندان شو.

نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز شو، هغه یو له مهمو پوځي ماموریتونو څخه چې ده پر مخ وړه هغه په ​​​ غزې تړانګه کې د فلسطین حماس غورځنګ پر وړاندې د محافظت عملیات و.

په دې منصب کې هغه ته سپارل شوې مهمه پوځي دنده په غزه تړانګه کې د حماس ډلې پرضد عملیاتو کې مشري وه.

وروستیو نړۍوالو فشارونو، د یو شمېر اروپایي هېوادونو لخوا د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو او په اسرائیلو کې داخلي کشمکشونو د یاد هېواد د حکومت څخه لاره ورکه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version