د کابل ښاروالۍ وايي، د اختر په را رسېدو سره یې د خوراکي توکو د نرخپاڼو څارنه پیل کړې او که هټۍ‌وال ترې سرغړونه وکړي، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال عصمت الله انصار وايي، د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه، د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د خوراکي توکو په پلورنځیو کې د کابل ښاروالۍ د نوې (۳۵مې) گڼې نرخپاڼې د تطبیق له څرنگوالي څخه څارنه روانه ده.
د انصار په خبره، سرغړوونکو ته خبرداری ورکړل شوی، که چېرته له نرخپاڼې څخه بیا ځلې سرغړونه وکړي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.: «ټول اصناف او هټۍوال باید انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي دې د کابل ښاروالۍ د نرخپاڼې مطابق وپلوري.»
دی زیاتوي، اړتیا ده چې ټول ښاریان د نرخپاڼې د تطبیق کلتور د دودولو او د قانون د حاکمیت په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
د انصار په خبره، ټولو اصنافو او هټۍوالو ته له وړاندې خبر ورکړل شوی ترڅو نرخپاڼه د لیدوړ ځای کې نصب او د هغې له مخې دې خپل توکي وپلوري.
د کابل سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اخترونو په ورځو کې هټۍ‌وال خپل توکي په لوړه بیه پلوري.

د چارو څارونکي وايي، ښاریان باید له هټۍ‌والو د نرخپاڼې پوښتنه وکړي او د نرخپاڼې په پام کې نیولو سره دې پیسې ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version