Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د اسرائیلو د ویجاړوونکو حملو د لمن په پراخېدو د منځني ختیځ د برخلیک جاج!
    لیکني

    د اسرائیلو د ویجاړوونکو حملو د لمن په پراخېدو د منځني ختیځ د برخلیک جاج!

    صابر افغانصابر افغان30 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اسرائیلو په خپل ګاونډ کې ځپونکي بریدونه پیل کړي؛ موده وړاندې اسرائیلو په غزې ناتار شروع کړ، د غزې له غمیزې وروسته یې ایران وویشته او هلته یې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په شهادت ورساوه.

    له دې وړاندې یې په دمشق کې د ایران کونسلګرۍ هم ویشتلې وه چې په ترڅ کې یې ١٦ تنه ووژل؛ په وژل شویو کې د ایران سپاه پاسداران مخکښ قومندان محمد رضا زاهدي هم شامل و.

    د دې برسېره د ایران د ولسمشر الوتکه نسکورول او په هغه کې یې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر د اور د لمبو خوراک کېدل سناریو لا پای ته نه وه رسېدلې چې په لبنان کې یې زرګونه کسانو ته د مخابرو د چاودنو په ترڅ کې مرګ ژوبله واړوله چې د قربانيانو په ډله کې ایرانیانو هم شتون درلود.اوس یې یوځل بیا په لبنان هوایي برید کړی چې د حزب الله د ډلې مشر حسن نصرالله په کې له منځه لاړ.

    حسن نصرالله ته د حزب الله د ډلې مشري له ١٣٧٠ کال څخه ور له غاړې وه چې دې ډلې به د ایران په ملاتړ د اسرائیلو صهونیستي رژیم په وړاندې وسلواله مبارزه کوله.

    د ځینو رسنیو د راپورونو په اساس ویل کېږي چې د ایران حکومت د دوی مذهبي مشر یو خوندي ځای ته لېږدولی.

    تېره ورځ د ملګرو ملتونو په سازمان کې نهه اوویایمه سرمشریزې اجلاس کې کله چې د اسرائیلو د صدراعظم د خبرو وار را ورسېده د ګڼو هېوادونو استازو د اسرائیلو د وروستیو سرکښیو په غبرګون کې تالار ترک کړ او د دې هېواد صدراعظم خالي چوکیو ته وینا وکړه.

    ایران هم له اسرائیلو سره په ناندریو اخته دی چې سیاسي شنونکي یې زرګري جګړه بولي؛ ایران وایي دوی به په سړه سینه او په وخت اسرائیلو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، مګر په ایران هره ورځ امنیتي کمربند په تنګېدو دی او هره ورځ یې ځمکنۍ بشپړتیا تر تعرض لاندې راځي.

    اسرائیل په نظامي میدان کې خپله محاسبه لري او جګړه په محاسبو ولاړه ده، د اسرائیلو تر شا ټول غربي قوتونه ولاړ دي؛ ایران به هم خپله محاسبه لري چې ان ګاونډیان ترې خوښ نه دي، په تش میدان خالي لاسونه ولاړ دی، نو ځکه یې د دښمن درنو څپېړو ته خپل مخ نیولی.

    سړی باید خپل امکانات او د دښمن امکانات محاسبه کړي، خپل وسایل او د دښمن وسایل پرتله کړي، خپل اقتصاد او د دښمن د اقتصاد بیلانس باید وګوري، خپل نظامي ظرفیت او د دښمن نظامي ظرفیت باید ورته معلوم وي؛ ممکن ایران دا محاسبه کړې وي، نو ځکه یې جګړه یوازې تندو او تریخو څرګندونو پورې محدوده ده.

    ایران یوځل خپل قوت ازمایلی وو چې متاسفانه هغه برید یې د اسرائیلو د دفاعي چتر په مرسته خنثی شو.

    له ایران سره تر اوسه پورې د لبنان حزب الله ډله ولاړه ده او د حماس ملاتړ ورسره دی؛ ترڅنګ یې د یمن حوثیان هم ورسره خواخوږي لري، خو دا یوازې نظامي چریکي ډلې دي چې له ایران سره کلکې ولاړې دي، اما د دولتونو په سطحه ښکاره او علني ملاتړ نه لري.

    له اسرائیلو سره ټوله ناټو او غربي قوتونه هم ولاړ دي، د هندوستان فوځي او مالي ملاتړ هم ورسره دی، ان د اسلامی جمهوریه پاکستان فوځ یې هم په خدمت کې دی.

    د پردې تر شا یې ترکان هم وخت نا وخت مرسته کوي، د ترکیې مرستې له اسرائیلو سره د سیاسي رول له مخې کېږي.

    ترکیه غواړي چې په سیمه کې خپل رسوخیت وساتي؛ په اسرائیل، مصر، لبنان، دمشق او اردن خپله خبره ومني، یا دا هم ممکن وي چې ترکیه دې له اسرائیلو وېره ولري؛ کېدای شي چې ترکیه د اسرائیلو د شر څخه د نجات په موخه د پردې تر شا د دوی سره د اړیکو دړه نیمکښه پرانستې وي.

    که چین، روسیه او شمالي کوریا د اسلامي نړۍ ملاتړ ته شین څراغ وښایي، د اور دا لګېدلي بڅرګي به په منځني ختیځ کې تم نه شي، نړۍ به راساً درېیمې وژونکي جګړې ته داخله شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهدايکندي کې د ۲۰ ښوونځیو د بيا رغونې چارې پيل شوې
    راتلونکي مقاله پر لبنان د اسرائيلو د بمبارد دوام؛ پرون يکشنبه شاخوا ۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.