نړۍوالو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسرائیلي اشغالګرو په رفح ښار باندې تېره شپه بریدونه پیل کړل.

دا بریدونه وروسته له هغه کیږي، چې د اسرائیلو کابینې پر رفح باندې د پوځي عملیاتو اجازه ورکړه.

تر دې بریدونو وړاندې حماس ډلې اعلان وکړ، چې د غزې په جګړه کې د اوربند لپاره یې د مصر او قطر لخوا وړاندیز شوې طرحه منلې ده.

حماس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د قطر له لومړي وزیر او د مصر د امنیت له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دغه پلان د منلو اعلان وکړ.

اسرائیلي چارواکو په رفح تر بریدونو وړاندې هم ویلي و، چې حماس د مصر لخوا د اوربند د وړاندیز تعدیل شوې طرحه منلې چې دوی ته د منلو نه ده.

نړۍوالې رسنۍ داسې مهال په رفح د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو خبر ورکوي، چې د دوی لخوا د پیل شويو بریدونو له امله تر دې وخته څه باندې ۳۴ زره فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي. د دغې جګړې زیات شمېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version