ليکوال: عبدالله زاهد

شمالي ټلواله هڅه کوي د قوميت او تعصب په نامه خلک وپاروي؛ د افغانستان په شمال کې يې ځيني متعصبين هڅولي تر څو د پښتون، تاجک و ازبک په نامه تعصب خپور او ځان پرې خپلو شومو اهدافو ته و رسوي؛ پردۍ پروژې عملي او افغان ولس کې د نفرت، کرکې او تعصب تخم و شيندي.

کله چې امريکا يرغل وکړ او مقابل کې يې طالبانو سپېڅلی پاڅون وکړ نو په شل کلنه دوره کې غرب د خپلو جاسوسانو او لاسپوڅو نظامونو(پاکستان او……) ؛ څېرو په توسط هڅه وکړه تر څو د طالبانو منځ کې نفاق خپور او بيا له دې نفاق څخه په ګټه اخيستنې سره طالبان کمزوري او ختم کړي؛ ډلې پکې جوړې او بيا هره ډله د يو او بل مخالف وجنګوي خو الحمدلله ونه توانېدل.

همدغسي د روسانو مقابل جهادي مبارزه وروسته تر بريا په يوه فاجعه بدله او خپلو منځونو کې يې سره اخته کړه، پاکستان، غرب، روسيې او زړو کمونيستانو او ځينو عربو په مرسته يې د مجاهدينو اووه حذبه پخپلو منځونو کې په يوه او وبل نامه سره اخته او وطن يې پرې لوټې، لوټې کړ، داسې حالت ته افغانان را و رسېدل چې نه يې د کشر نه يې هم د زنانه وو عزتونه خوندي وه.

کفارو او ډيموکرات نظامونو همېش د مسلمه امت له نفاق څخه ګټه پورته کړې؛ همدغسي يې خپلو غلامانو او جاسوسانو ته ښودلې چې څنګه نفاق خپور او ګټه ترې واخلي.

دا چې د افغانستان اسلامي امارت پخپله غېږه کې د افغانستان ټول قومونه نيولي، تعصب پکې نسته خو بيا هم دښمن په دې هڅه کې دی چې زوړ تعصب( چې تيرو پنځه څلوېښت کلونو او تېر شل کلن اشغال په موجوديت کې د ولس منځ کې خپور سوی وو) را ژوندی او پخپله ګټه يې استعمال کړي. افغا ولس، بلکې ټول مسلمه امت يو وجود دی او هيڅکله به سره جلا نه سي او نه بايد د پرديو دسيسو ښکار سي؛ پرې نه ږدي چې افغانستان کې بيا ځلي څو خرڅ سوي د افغانستان د قومونو منځ کې د نفرت تخم وشيندي؛ ولايت پرستي، قومپرستي ته بايد نه و وايو او پرې نه ږدو چې زموږ په سرنوشت پردي لوبه وکړي.

ځيني متعصبين ځوانان يې د تاجک او پنجشيري په نامه تير ايستلي.

د شمالي ټلوالې اصليت ټولو ته څرګند دی چې د قومپرستۍ، ولايت پرستي په نامه يې همېش خپل جېبونه ډک کړي، د پرديو پروژې او جنګونه يې افغانستان ته راوړي، د فرانسې دغه جاسوسان بايد نور د افغان ولس منځ کې ځای پيدا نه کړي؛ ټول بايد ورسره بيداره و اوسو چې دوی که څه هم د قوميت په نامه غواړي خلک د اسلام مبارک دين او اسلامي نظام مقابل ودروي خو ګټه به هم هيڅ قوم ته را نه وړي بلکې يواځې او يواځې به پردۍ پروژې عملي کوي او خپل جېبونه به ډکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version