د صهیونیستي رژیم د امنیتي څېړنو انسټیټیوټ لخوا د یوې خپرې شوې تازه سروې پایلې ښيي، چې د دغه رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر حکومت د عامو صهیونیستانو باور ۲۳ سلنې ته راټیټ شوی دی.

دغه سروې همداراز په صهیونیستي ټولنه کې پر پوځ او د پوځ پر رهبرۍ هم د عامو صهیونیستانو د اعتماد د کمښت ښودنه کوي.

د پورته سروې له مخې دا مهال ۷۷ سلنه صهیونیستان پر پوځ باور لري، په داسې حال کې چې دا شمېره تېره مې میاشت ۸۳ سلنه وه.

د صهیونیستي رژیم د امنیتي څېړنو انسټیټیوټ لخوا د ترسره شوې سروې په پایلو کې راغلي، چې ۶۱ سلنه صهیونیستي اتباع پر دې باور دي چې پر غزې د یاد رژیم بریدونه به د صهیونیستي بندیانو د ازادۍ لامل نه‌شي؛ خو ۲۵ سلنه نور صهیونیستان بیا پر دې باور دي چې پر غزې روان بریدونه به حماس مات او صهیونیستي بندیانو د ازادۍ لامل شي.

پر دې سربېره د یاد انسټیټیوټ سروې کې ۵۲ سلنه صهیونیستان د نتنیاهو حکومت د بندیانو د تبادلې هوکړې پر وړاندې د خنډ لامل بولي.

سروې ښيي چې ۳۶ سلنه صهیونیستان په غزه کې د بشري ناورین په اړه اندېښمن دي؛ خو په مقابل کې ۶۲ سلنه نور بیا په دې برخه کې کومه اندېښنه نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version