د صهیونیستي رژیم پوځ ویلي، چې ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې پر ۳۰ مهماتي زېرمو بریدونه کړي.

د صهیونیستي رژیم پوځ ادعا کړې، چې په دې بریدونو کې د ایران د توغندیو زېرمې، راداري مرکزونه، د سپوږمکۍ اطلاعاتي سیستمونه او د ځمکې څخه د فضا دفاعي توغندیز سیستمونه په نښه شوي دي.

بل خوا ایراني رسنۍ وایي، تېره شپه د دغه هېواد په تبریز، تهران او څو نورو ښارونو کې د ایران د هوایي دفاع سېستمونه فعال و او د صهیونیستي رژیم له خوا د توغول شویو کوچنیو ډرونونو مخنیوی یې کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version