د صهیونیستي رژیم د پوځ لسګونه احتیاطي افسرانو غزه کې د جګړې له دوام سره مخالفت څرګند کړی او اعلان یې کړی، چې د نتانیاهو د واک د بقاء لپاره جګړه نه کوي.

وای نېټ خبري شبکي راپور ورکړی چې دغو افسرانو د خپل رژیم له کابینې سره د اوسنیو نظامي امرونو اطاعت «غیراخلاقي» بللی او د بندیانو د تبادلې او جګړې د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې.

د دغو افسرانو له‌ ډلې یوه ویلي، چې تر دې دمه له ۲۰ زرو زیات ماشومان «وژل» شوي، چې له اخلاقي پلوه هم دا لار نوره نه شي تعقیبولای.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version